کور / تازه خبرونه / ملي امنيت په کابل کی پنځه وسله وال نيولي

ملي امنيت په کابل کی پنځه وسله وال نيولي

ملي امنيت په کابل ولايت کې هغه پنځه وسله وال نيولي، چې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه يې د ډله ييز بريد هوډ درلود.

د دغه رياست له لوري لراوبر ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې له يادو کسانو سره يې له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر او ډېرې وسلې نيولې دي.

په خبرپاڼه کې د نيول شوو د هويت او د نيولو د سيمې په تړاو څه نه دي ويل شوي
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.