کور / تازه خبرونه / طالبان: ٤١ سيميز پوليس راسره يوځاى سول

طالبان: ٤١ سيميز پوليس راسره يوځاى سول

وسله وال طالبان ليکي چي په سرپل اولسوالۍ کي د دوى ليکو ته ٤١ سيميز پوليس ور اوښتي.
د طالبانو په وينا چي ياد پوليس وروسته تر هغه د دوى ليکو ته ور واوښتل چي کله د قرغيو اولسوالۍ د دوى له لوري ونيول سوه.
طالبان ليکي چي ياد کسان د دوى د جلب او جذب د کمېسيون تر هلو ځلو وروسته چي کله هغوى له سيمي وښتېدل ، بېرته د دوى ليکو ته شامل سول.
په دې اړه خپله افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.