کور / تازه خبرونه / ملي امنيت رياست يو ځانمرګى بريدکوونکى نيولى دئ

ملي امنيت رياست يو ځانمرګى بريدکوونکى نيولى دئ

د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري يو ځانمرګى بريدکوونکى نيول سوى دى.
ياد کس عبدالرحمان نوميږي، د عبدالجليل زوى او د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى او اوسمهال د پاکستان په چمن سيمه کي اوسېدى.
نوموړى په پاکستان کي د ځانمرګي بريد لپاره په پاکستان کي روزل سوى وو. دغه کس غوښتل چي د کندهار له لاري غزني ته ولاړ سي او هلته د موټرسايکل په واسطحه ځانمرګى بريد وکړي، چي د ملي امنيت له خوا نيول سوى
دغه کس پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.