کور / تازه خبرونه / په مرکزقلات کي ۴۰نجوني دکمپیوټر او انګلیسی ژبی له زده کړی څخه فارغ سوی

په مرکزقلات کي ۴۰نجوني دکمپیوټر او انګلیسی ژبی له زده کړی څخه فارغ سوی

په مرکزقلات کي ۴۰نجوني دکمپیوټر او انګلیسی ژبی له زده کړی څخه فارغ سوی

په مرکز قلات کي دبی بی خالالیسي ۴۰ تنه زده کوونکي دکمپیوټر او انکلیسي ژبی له زده کړي څخه فارغه سوي دیاد کورس استادانجنیر اسدالله ذاکري وايي چي داکورس دتیرو شپږو میاشتو راهیسی دپوهني ریاست په مالي لګښت پر لاره لویدلی دي او نن يي دادی ۴۰ تنه زده کونکو ته دفراغت سند ورکول کیږي دذاکري په وینا چي زده کوونکو دیادو شپږو میاشتو په مو ده کي دکمپیو ټر پروګرامونه زده کړل او ورسره څنګ کي يي دانګلیسي ژبی زده کړه هم تر لاسه کړه نوموړی وايي دوي دپوهني ریاست په همکاري راتلوونکي کي هم ورته پروګرامونه لري چي په ښځینه ښوونځیو کي به ترسره سي او هیله يي وښوده چي په راتلوونکي کي به یادي فارغ سوي نجوني خپل ولایت ته دخدمت جوګه وګرځي

په ورته وخت کی دزابل ولایت دپوهني ریس رحیم الله لودین هم زده کو نکو ته دمبارکي ترڅنګ وویل چي داډیر دخو ښی ځاي دي چي په لمړي ځل باندي په دومره پراخ شمیر نجوني دکمپیوټر زده کړي څخه فارغه کیږي او یادونه يي وکړه چي په راتلوونکي کي به هم دغسی کورسونه زده کوونکو ته پرلاره واچوي ترڅو دعصری ټکنالو ژي په برخه کي هم ښوونځیو زده کوو نکي زده کړه تر لاسه کړی او ژمنه يي وکړه

زابل دافغانستان په سهی کي پروت ولایت دی چي ترډیره بریده په کښی میرمنو ته دزده کړي زمینه نده مساعده سو ي او د۴۰تنه میرمنو دانکلیسی ژبی اوکمپیو ټر کو رسونو څخه کو چني خبره نده