کور / تازه خبرونه / زابل: دتالاشۍ پرځنځیر باندي اته ویشت میله توفنګچې ونیول شوې.

زابل: دتالاشۍ پرځنځیر باندي اته ویشت میله توفنګچې ونیول شوې.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیر
څارمن زرګل ګلزاد لراو بر ته وویل چې دغه مختلف النوع توفنګچې یې
نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل کندهار پر لویه لاره د مرکز کلات د
خرواریانو د تالاشۍ پر ځنځیر په یوه کرولا ډوله موټر کې نېولي دي.

د زرګل ګلزاد په خبره دغه توفنګچې د پاکستان ساخت دي او په تړاو یې د ګل
احمد ولد شاه محمد په نوم یو کس چې د هرات ولایت اوسېدوونکی او د سرحدي
پولیسو سرباز دی، هم نیول سوی دی.

نوموړی وایي نیول سوي کس غوښتل چې دغه وسله د هرات ولایت ته ولېږدوي چې د
پولیسو تر پوښتنې لاندې راغلی او وروسته یې موټر د هئیت په شتون کې
تالاشي سوی دی.

ګلزاد زیاتوي په دې اړه له نیول سوي کس څخه د پولیسو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د زابل د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیس د
تالاشۍ پر مهال یو شمېر وسلې ترلاسه کوي بلکې تر دې وړاندې هم د تالاشۍ
پر مهال وسلې، مهمات او نشه یي توکي د یادو پولیسو له لورې نیول سوي دي.