کور / تازه خبرونه / نوښار او باړه کې شپږ مړي موندل شوي دي

نوښار او باړه کې شپږ مړي موندل شوي دي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د خیبر پښتونخوا په نوښار او د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې شپږ مړي موندل شوي دي.د نوښار پولیس وايي د سړک تر غاړې په بوجیو کې تړلي څلور مړي موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي.د نوښار د پولیسو مشر رب نواز خان وویل چې دوه مړي د دوی په جېبونو کې د تذکرو له لارې پېژندل شوي دي. یو کس د مردان او بل د صوابۍ دی خو د دوو نورو مړو پېژندنه نه ده شوې.نوموړي وویل چې مړي د نوښار روغتون کې د عدلي طب پلټنو لپاره لېږدول شوي دي. دا څرګنده نه ده چې دغه خلک ولې وژل شوي دي.د نوښار یوه خبریال سهیل کاکا خیل ویلي چې نوښار کې تر دې وړاندې هم بوجیو کې تړلي مړي موندل شوي دي خو دا پېښه له ډېرې مودې وروسته را منځ ته شوې ده.نوموړي زیاته کړه چې په عمومي ډول دغسې پېښو کې دوسله والو ډلو سره د تړلو جنګیالیو مړي موندل شوي.څه موده مخکې پېښور کې هم په بوجیو کې د مړو موندلو ګڼې پېښې را منځ ته شوې وې چې ډېری یې د سخت دریځو وې.بل خوا خیبر ایجنسۍ کې هم د دوو کسانو مړي موندل شوي چې ویل کېږي ښايي د وسله والو وي.د خیبر ایجنسۍ د سیاسي ادارې یوه چارواکي وویل چې د سې شنبې پر سهار د باړې د سپاه سیمې د یوه سړک تر غاړې د دوو ناپېژندل شویو کسانو مړي وموندل شول چې په ډزو وژل شوي وو.نوموړي وویل په ظاهره داسې ښکاري چې مړه شوي کسان وسله والو دي خو دا څرګنده نه ده چې دغه خلک په عملیاتو کې وژل شوي یا کوم بل لامل لري.