کور / تازه خبرونه / د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارت د ۱۰۸ وسله والو د وژلو خبر وركړ

د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارت د ۱۰۸ وسله والو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو او ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د عملياتو پرمهال ۱۰۸ وسله وال وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۹۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷۰ تنه ټپيان دي او ۱۳ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

خبرپاڼې زياته كړې، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننګرهار، پروان، تخار، کندهار، اروزګان، غزني، خوست، پکتيکا، فراه او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۱ تنه ټپيان دي، ۷ وسله وال مخالفين او ۷ مشكوك كسان ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، لغمان، غزني، فراه او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

ملي دفاع وزارت همدارنګه ماين په چاودنه كې د ملي اردو د يو سرتېري د وژل كېدو خبر هم وركړى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي