کور / تازه خبرونه / تارياک او په اړه ئې کسان نيول سوي

تارياک او په اړه ئې کسان نيول سوي

د لغمان د ملي امنیت منسوبینو ۷۸ کیلو ګرامه تاریاک د شپږ تنو سره یو ځای چې څلور یې میرمنې دي؛نیولي.
د لړم په شپږ ویشتمه د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مرکز اړوند د علي خیلو په سیمه کې ۷۸ کیلو کرامه تاریاک د شپږ تنو سره هغه مهال ونیول چې د الیشنګ ولسوالۍ څخه یې ننګرهار ولایت ته په یوه سراچه ډوله موټر کې لیږدول.
نیول شپږ تنه چې دوه یې نارینه او څلور یې میرمنې دي؛ د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي او د یوې کورنۍ غړي دي.
د یادونې ده چې تاریاک او نیول شوي کسان ټول دا مهال د لغمان د امنیې قوماندانۍ د قضیې د لا نورې څیړنې په موخه تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.