کور / تازه خبرونه / د میوند جنايي مدیر وژل سوی او نښته لاهم دوام لري

د میوند جنايي مدیر وژل سوی او نښته لاهم دوام لري

د میوند جنايي مدیر وژل سوی او نښته لاهم دوام لري .
نن غرمه ۱۱ نیمي بجې د کندهار د میوند ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز ځانمرګي برید شوی
د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني وایی چي تر اوسه پوري ۴ تنه ځانمرګي وژل شوی خو ممکن له یوه څخه تر ۲ تنو پوري نور ژوندي وي اوله امنیتي قواوو سره په نښته کې دي
په برید کې د میوند ولسوالۍ جنايي مدیر وژل شوی ۳ پوليس او ۲ تنه عام وګړي ټپیان شوي هم دي ، خو جګړه لاهم روانه ده
دی زیاته وي چي برید کونکو لمړۍ د یوه موټربم په وسیله د پوليسو د قومندانۍ او ملي امنیت د مدیریت د ودانۍ له ګډ دیوال سره نږدې چاودنه کړې او تره هغه وروسته نښته پیل شوې
د دغي نښتي له کبله د کندهار – هرات لویه لار چي د میوند ولسوالۍ له مرکز څخه تیریږي هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې او لاهم نښتنه دوام لري
هاخو وسله ولو طالبانو د برید مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په لیږلي تلیفوني پیغام کې ویلي چي ملګرو يې د یوه موټر په وسیله لمړۍ چاودنه کړې او ترهغه وروسته يې د ولسوالۍ پر دولتي ودانیو حجم ور وړی