کور / تازه خبرونه / د فوټبال پیل شوي سیالۍ د قلعه نو لوبډلي په بریا پای ته ورسیدې

د فوټبال پیل شوي سیالۍ د قلعه نو لوبډلي په بریا پای ته ورسیدې

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د اته لوبډلو ترمنځ ۳۵ ورڅې وړاندې د فوټبال پیل شوې سیالۍ د دغه ولسوالۍ د قلعه نو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې .
د دغه سیالیو پای لوبه،چې نن (شنبه) د قعله نو او حاجي خیل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،په ترڅ کې د قلعه نو لوبډلې وکولای شول،چې حاجي خیل لوبډلې ته په دوه صفر ماتې ورکړي او یادو سیالیو لومړی مقام خپل کړي .
د فوټبال دغه سیالۍ د فیصل فضلي،فهیم فواد او معلم نقیب یادګاري په مالي لګښتونو برابرې شوي وې،په پای لوبه کې نږدې ۵ سوه تنو مسؤلینو او نندارچیانو ګډون کړی وو.
د ترسره شویو سیالیو ،چې د بېلابېلو ولسوالیو لوبډلو په کې ګډون کړی وو، موخه یې په جلریز ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ یوالی،د نشه يې توکو مخنیوی او د حکومت او اولس ترمنځ همغږي ساتل وو.
د دې سیالیو په پای لوبه کې د جلریز ولسوال ښاغلي نقیب الله حیدري بریالۍ لوبدلې ته د مبارکۍ ترڅنګ له ټولو هغه ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د سیالیو د برابرولو لګښت یې ورکړی وو.
نوموړی همدا راز یو شمېر پیاوړو لوبغاړو ته برابر شوي مډالونه،کپونه او نور انعامات هم ورکړل .