کور / تازه خبرونه / بلاخره اسټرالیا لوبډله اتلولي وکټل

بلاخره اسټرالیا لوبډله اتلولي وکټل

اسټراليا د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په پايلوبه کې خپل ګاوندي هېواد نيوزيلينډ ته په سترې ماتې ورکولو سره په پنځم ځل نړيواله اتلولي خپله کړه.

د دې لوبې پچه نيوزيلينډ وګټله او لومړى يې په خلپله د توپوهنې پرېکړه وکړه او ټوله لوبـډله يي په ٤٥ اورونو کې په ١٨٣ منډو وسوځېده او اسټراليا ته يې د ګټلو لپاره د ١٨٤ منډو هدف ورکړل.

د اسټراليا ملي لوبـډله ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٣ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او نړيوال جام اتلولي يې هم خپله کړه.
دغه پنځم ځل دى چې اسټراليا د نړيوال جام اتلولي ترلاسه کوي.