کور / تازه خبرونه / په روزګان ولایت کي دماین له امله ښونکی وژل سوی

په روزګان ولایت کي دماین له امله ښونکی وژل سوی

د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کي يو تن ښوونکى نن سهار په بمي چاودنه کي ووژل سوی.
د مرکز ترينکوټ د کرنو د سيمي دغه ښوونکى عبدالقيوم نوميږي کله چې سهار د لمانځه ادا کولو په موخه د کور څخه راوتلى ورباندي چاودنه سوي.
د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قومندان ګلاب خان ددي پېښي پخلى کوي او زياتوي چې وژل سوى کس ته د کور مخي ته ماین ايښودل سوى وو.
نوموړى وايې چې وژل سوى کس ولسي وګړى دى.
تر اوسه ددغه ښونکي دوژلو مسولیت چاپه غاړه نه دي اخستی .