کور / سياسي / ماته جانان ووايه

ماته جانان ووايه

ماته جانان ووایه په هغه شان ووایه

په فغانستان کې د ۱۳۵۷ کال اوړون اوبیا وروسته دروسانویرغل، زمونږپه مظلوم ملت باندې خپل خاوره کوراوکوډله ددوزخ اور وګرځاوو، وچ او لانده په کې وسوځېدل. هرڅومره به چې ددوزخ لمبو زور اخیسته په هماغه اندازه به واکمنان او یرغلګر خوښېدل، اود هغوکسانو له پاره به چې دظلم او وحشت په ګدۍ ناست وو ملي القاب برابرېدل. دافغانستان دخلکو ستر لارښود، ملي قهرمان، ملي اتل، خالد بن ولید، ملي رهبر اونورهغه القاب دي چې زموږ دتاریخ په تېرو دریو لسیزوکې لیدل کیږي داچې دا لقبونه ترکومه ځایه رښتیني وو او یا دي، ټول ملت ته پته ده.
کارمل دروسانو لاسپوڅي رهبر، رشید دوستم اوځینو نورو قوماندانانوته دملي اتلانو لقبونه ورکړل. دا هغه قوماندانان اوملي اتلان وو کوموچې ترخپلې وسې ظلم، وحشت اوبربریت ته ملا تړلې وه.

کله چې اسلامي حکومت د اسلامي ګوندونو اوکمونستي ګوندونو په ائتلاف اومشورې رامنځ ته شو، صبغت الله مجددي دافغانستان ولسمشروټاکل شو. مجددي دخپل ځان دبقا اوپه قدرت کې دپاته کېدو له پاره، رشیددوستم ته دخالد بن ولید لقب ورکړ، او یاددې امکان هم شته چې دوستم دا لقب په خپله خپل ځان ته ورکړئ وي. ځکه چې دوستم په همدې وخت کې کابل ته له خپلو قواوو سره ننوتۍ وو، او دنجیب درژیم په نسکورېدو کې زیاته ونډه درلوده . دکابل زیاتره سیمې دده په لاس کې وې. داسې کېدای شي چې دوستم مجددي ته ویلي وي : ًماته جانان ووایه *** په هغه شان ووایه *** خالد افغان ووایه *** ماته جانان ووایه) . ده ته ددې لقب په ورکړې سره نه یوازې داچې امنیت تامین نه شو، بلکې زمونږ ملک له نویو غمیزو سره مخامخ هم شو، په پایله کې زمونږ دملک سیاسی ثبات له منځه ولاړ. په ملک کې دننه دځینوحلقو اوهمدا ډول له ملکه بهر دګاونډیو ملکونو له پاره په افغانستان کې د لاسوهنې وخت برابرشو. په کابل کې غلا، چورچپاول، اودبې ګناه خلکو مړینه روانه وه. په داسې ناورین کې دوستم ته دا ډول لقب ورکول څه مفهوم درلوده او څومره به رښتینی وو. په دغوالقابو کې دعدالت د تامین حقوقي پروسه ترپښو لاندې شوه، او د جګړه مارانو د محاکمې له پاره یې حقوقي بنسټونه له منځه یوړه . ددې القابو پایله په اوسني پارلمان کې د جنګي جنایت کارانو د بښنې د قانون عامل شوه.
دنوي اساسي قانون په ۵۸ مه ماده کې راغلي: « دولت په افغانستان کې د بشر د حقوقو په رعایت ، د څارنې ، ښه والې او ملاتړ لپاره ، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون جوړوي. هر څوک کولای شي د خپلو بشري حقوقو د نقص په صورت کې دې کمسیون ته شکایت وکړي. کمسیون کولای شي د افرادو د بشري حقوقو د نقص موارد مربوطو قانوني څانګو ته راجع کړي او د هغوی د حقوقو څخه په دفاع کې مرسته وکړي. . . » ل
دقانون په دې ماده کې یوازې دبشردحقوقو اوتېروتنوپه اړه خبرې شوي ، خو دجنګي جنایتونوپه اړه څه نشته. دغو القابو نه یوازې جنګي جنایتکاران له محاکمې نه وساتل بلکې دجنګي جنایتکارانو له پاره یې دازمینه هم برابره کړه چې بین المللي قواوې دوی دیوه قوت په توګه دافغانستان په سیاست کې شامل کړي.

ددې ترڅنګ دافغانستان په اردو اوپولیسوکې، ډېرکسان جنرالان شول، ځینې خو ترمارشالۍ هم ورسېدل. ددې ټولو رتبودمثال په توګه د مارشال فهیم رتبه دیادولو وړده. داچې دی مارشال شو ، وجه یې څه وه او دکوم جنګ فاتح وو؟ ټول ملت ته څرګنده ده، چې شمالي ټلواله اودهغې انډیوالان دامریکا دبمونوپه زور دکابل په ښارننوته اودکابل حکومت یې ترلاسه کړ. د رباني ددرې میاشتني حکومت نه ورروسته، کرزی دجرمني په ناسته کې دموقت حکومت دمشرپه توګه وټاکل شو. مشرشوخو له ډېرلږ واک او امکاناتوسره. دبي بي سي خبریاله لیزدوسیت په خپل یوه راپورکې وايي:ً یوه ورځ په ارګ له حامدکرزي سره مل شوم، دخپل دفتر په لورروان وو، کله چې دواړه دفتر ته ورسېدو ومو لیدل چې مارشال فهیم دده په چوکۍ ناست وو. ما کرزي ته وکتل او کرزي ماته. ماپوښتنه ترې وکړه چې نورڅوک هم ستا په چوکۍ کېني، ویل یې چې نه فهیم نازولۍ دئ. لیزدوسیت په خپله تبصره کې زیاتوي چې مارشال فهیم دافغانستان په حکومت کې له زورورو کسانوڅخه وو. ً دلیزدوسیت له خبروڅخه داپوښتنه راپورته کیږي چې ایاکرزي فهیم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې وه اوکه په خپله فهیم ځانته د مارشالۍ رتبه ورکړې وه ؟ زما په اند مارشال فهیم کرزي ته ویلي وو:ً ماته جانان ووایه***په هغه شان ووایه ***مارشال افغان ووایه *** ماته جانان ووایه) .

له کوم ريښتینی حقیقت سره چې زموږ ملت له ډېرې مودې راهیسې مخامخ دئ ، هغه دیوه واقعي او ملي لارښود کمښت دئ. زموږ زورېدلۍ ملت په دې ونه توانېده چې ریښتینی ملي رهبر پیداکړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره دیارلس کلنه دوره له ډېرو ستونزو ډکه وه. د بهرنيو له خپلسريو، اداري فساد چوروچپاول، بیت المال اودولتي ځمکودغصب ترڅنګه ، په دولتي سکتور کې هیڅ کار ونشو. دبې ګناه افغانانو دوژنې شمېره دسره یرغلګرو له شمېره څخه کمه نه ده. په سرتاسري سولې کې ناکام او دافغانانوغمیزې ته یې ونشو کولای چې دپای ټکی کېږدي. خو له دې ناخوالو سره سره اوسني ولسمش اشرف غني کرزي ته دملي رهبرلقب ورکړ. کومه پوښتنه چې دملي رهبر له لقب څخه راپورته کیږي ، داده چې ایا کرزی په رښتیا ملي رهبردئ که نه؟ یاداچې اشرف غني په تېرو څو مياشتو کې د «ملي وحدت» حکومت دومره وکړاوو، او دایې له ځان سره ومنله چې کرزی بې سحره اوجادو نه دئ ، په داسې حالاتو کې کرزي څنګه وکولای شول چې دیارلس کاله حکومت وکړي؟ په دې برخه کې اشرف غني دخپل حکومت ددوام له پاره دکرزي ساحرانه مشوروته اړتیا لري. خوکرزي ددغوساحرانه مشورودورکړې له پاره اشرف غني ته وویل :ً ماته جانان ووایه***په هغه شان ووایه ***رهبرافغان ووایه *** ماته جانان ووایه) .

د نوي حکومت لانجمنې ټاکنې د شخړو او ستونزوسره پيل شوې. ترهرڅه دمخه ټاکنو ډېروخت ونیاوه، د امريکا د بهرنيو چارو د وزير (جان کيري) برخه دقدر وړوه .دواړه کانديدان یې دې ته وهڅول چې دملي وحدت حکومت جوړ کړي د افغانستان د اساسي قانون په خلاف، د اجرايي پوسټ په نامه نوی پوسټ جوړ شو.

دملي حکومت دجوړېدو نه ترننه په هرڅه لانجه روانه ده له کابینې نیولې تر واړه پوستونوپورې جنجالونه روان دي . داچې دملي وحدت دحکومت پایله به څه وي ، یو الله پوهیږي اوبس. اجرایوي رئیس هم له نورو دفترونو اوخلکو څخه په یوه لیک کې غوښتي چې دده له پاره له خپل سرۍ کار وانخلي او القاب په سم ډول وکاروي او ویلي یې دي :ً جلالتماب قدرمن په ښه شان ووایه *** ماته جانان ووایه.ً
ومن الله توفیق