کور / تازه خبرونه / سرنوشت: د قطر کانفرانس د ښکیلو غاړو لپاره یو فرصت دی

سرنوشت: د قطر کانفرانس د ښکیلو غاړو لپاره یو فرصت دی

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب او تبصرې په قطر کې له طالبانو سره د سولې عالي شورا د غړو خبرو او د مطبوعاتو نړیوالې ورځې ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د قطر کانفرانس د ښکیلو غاړو لپاره یو فرصت دی.

په مطلب کې د افغان کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي؛ په اوسنیو حساسو شرایطو کې د داسې کانفرانسونو جوړول د دواړو لورو په ګټه دي.

په مطلب کې راغلي چې په قطر کې له طالبانو او حزب اسلامي سره د خبرو دغه کانفرانس تیره ورځ پيل شو او نن به هم دوام وکړي.

ورځپاڼې د کارپوهانو په حواله دا هم لیکلي چې طالبان غواړي په دې کارسره نړۍ ته وښيي چې دوی د جګړې پلویان نه دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د سولې موضوع ته په اشارې لیکلي چې د قطر په څیر غونډې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم په څو هېوادونو کې جوړې شوې؛ خو کومه نتیجه یې ورنه کړه.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان حکومت غواړي طالبانو ته د سولې د خبرو په صورت کې په واک کې ونډه ورکړي؛ خو سرمقاله لیکوونکي ویلي چې د طالبانو شرایط جدي دي او هغوی د اساسي قانون په تعدیل او د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان د سولې او جګړې اړخ پاکستان دی او باید حکومت له دې لارې د سولې ټینګښت ته هڅه وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د مطبوعاتو نړیوالې ورځې ته ځانګړې کړي او لیکلي یې دي چې رسنۍ باید ملي ګټې په پام کې ونیسي.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د بیان ازادي د حکومت یوه لاسته راوړنه ده او باید د ساتلو لپاره یې کار وشي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ولسمشر اشرف غني خبره را اخیستل شوې چې ویلي یې دي؛ د بیان ازادۍ د خفه کولو ارمان ګور ته یوسي.

په سرمقاله کې راغلي چې د بیان ازادۍ په اړه لاسته راوړنې په آسانه نه دي ترلاسه شوي او په دې لاره کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ډیرې قربانۍ ورکړي دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې د بیان د ازادي وضعیت ښه دي او هر څوک کولای شي چې په آزاده توګه خپل غږ اوچت کړي.