کور / تازه خبرونه / قبايلي سيمو کې د ګوزن پېښې ۸۶ سلنه کمې شوې

قبايلي سيمو کې د ګوزن پېښې ۸۶ سلنه کمې شوې

اسلام اباد : دبي بي سي د خبرله مخې پاکستاني چارواکي وايي په قبايلي سيمو کې په تېرو پنځو مياشتو کې د ګوزڼ پېښې ۸۶ سلنه کمې شوې او د هغو کسانو شمېر هم کم شوی چې خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو له ورکولو يې ډډه کوله.په قبايلي سيمو کې د پوليو/ ګوزڼ د مخنيوي د یوه مرکز مشر عالمګير خان ويلي دې ته په کتو ښايي حکومت ډېر ژر د دغې ناروغۍ پر کابو کولو بريالی شي.ده ويلي چې تېر کال قبايلي سيمو کې د ګوزڼ ۱۷۹ پېښې شوې وې، خو د سږکال په لومړيو پنځو مياشتو کې يوازې د شپږو پېښو راپور ورکړای شوی دی.ده وويل چې د ۲۰۱۴ کال د مې مياشتې تر وروستيو پورې ۵۵ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي وو.ډاکټر عالمګير وايي په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې له پوځي عملياتو وروسته وضعيت ښه شوی او اوس د پوليو ضد ډلې کولای شي په ازادانه ډول لرې پرتو سيمو ته ځان ورسوي بل خوا نن (دوشنبه، مې ۱۸) په قبايلي سيمو او د خيبر پښتونخوا په ۱۱ ولسواليو کې د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پيل شوده وويل په قبايلي سيمو کې د پوليو ډېری پېښې په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې رامنځته کېدې خو د پوځي عملياتو له امله کورنۍ بېځايه شوې او ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکول اسان شول.روغتيايي چارواکي وايي اوس د هغو کسانو په شمېر کې هم د پام وړ کموالی راغلی، چې مخکې يې د ګوزڼ واکسين سره مخالفت کاوه.دوی وايي ښايي د پوليو پېښو د کمېدو يو لامل همدا هم وي.په قبايلي سيمو کې بيا بيا واکسيناتوران او هغه امنيتي ځواکونه چې د دوی ساتنه يې کوله په نښه شوي.په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې ثبت شوي.ځايي چارواکي د دې لامل دا بولي چې په دغو سيمو کې بيا بيا واکسيناتوران او هغه امنيتي ځواکونه چې د دوی ساتنه يې کوله په نښه شوي دي.