کور / تازه خبرونه / دکندهارښاروالۍ د ښاري نظم نه مراعتوونکي جريمه کړل

دکندهارښاروالۍ د ښاري نظم نه مراعتوونکي جريمه کړل

دکندهارښاروالۍ دمراقبت مدیریت دخپلو چټکو فعالیتونو پرمهال دا اوونۍ هم دښاري کنترول په برخه کښي ۴۲۰۰۰زره افغاني جریمه راټوله کړې ده اوترڅنګ یي ۲۵کارتنه تروخت تیر خوراکي توکي راټول کړي دي.
د ښاروال مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي په ښارکښي هغو قصابان چي غوښي یي الوۍ کولې ،هغه نانوایان چي ډوډۍ یي تر ټاکلي مقدار کمي پلورلې اوهغه دښاري نظم څخه تخلف کوونکي چي ښاري بې نظمي یي رامنځته کړې وه نقدي جریمه کړي دي.
د ښاروالۍ د څارني د مسولينو په وينا دا کار دښاري نظم دمراعتولو په موخه تر سره سوی دی.