کور / تازه خبرونه / هلمند مدني ټولنې او ولايتي شورا د ګډې همکارۍ تړون لاسليک کړ

هلمند مدني ټولنې او ولايتي شورا د ګډې همکارۍ تړون لاسليک کړ

مسؤلينو د تړون د لاسليک پر مهال ژمنه وکړه چې د هرې ناروا کړنې پر وړاندې به د ولس په مرسته مبارزه کوي او د دولت د هرې روا او مثبتې کړنې به کلک ملاتړ کوي.
پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې او ولايتي شورا مسؤلينو اوسنۍ ځايي اداره په فساد کې ښکېله وبلله او ولس ته يې ډاډ ورکړ چې د فاسدو چارواکو سره به حساب کوي.
د تړون د لاسليک په موخه يادې غونډې ته د هلمند د بېلابېلو ولسواليو سلګونه قومي سپن ږيري او مشران او د ټولنيزو شوراګانو غړي رابلل شوي و.
د هلمند ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل وويل، د هلمند مدني ټولنې سره يې د ګډې همکارۍ د تړون د لاسليک موخه د خلکو ستونزو ته په اسانۍ لاس رسی او د دوی د ستونزو هوارېدل دي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد په خپلو خبرو کې هلمند په ستونزو او فساد کې ښکېل ولايت ياد کړ، نوموړي سره له دې چې په يووالي يې بيا بيا ټينګار وکړ پر هلمندي ولس يې غږ وکړ چې نور دې د خپل حق غوښتنه وکړي او په يوه خوله دې د ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنې سره خپل اواز پورته کړي.
دغه راز د هلمند ولايتي شورا وکيل بشيراحمد شاکر په ډاګه د هلمند اوسنۍ دولتي اداره په فساد کې ښکېله وبلله، نوموړي وويل، ولس يې په خورا بد حالت کې نا امنيو کې ژوند تېروي، خو دده په خبره ځايي اداره مرکزي ادارې ته د پوره امنيت ډاډ ورکوي.
دغه راز د ولايتي شورا وکيلانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې هلمند په ستونزو او نا امنۍ کې ښکېل ولايت وباله.
دوی ټولو په خپلو خبرو کې پر يووالي ټينګار وکړ او د موجوده ځايي ادارې سره يې د حساب کولو جدي غوښتنه وکړه.
تر ويناو وروسته د هلمند ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنو د مشرانو لخوا د دوی ترمنځ د ګډې همکارۍ هغه تړون لاسليک شو چې په لسو مادو کې اوډل شوی و.
د تړون په ځينو مادو کې د شورا او ټولنې لخوا د قانون په چوکاټ کې د ګډو ناستو يادونه، ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره ګډه مبارزه، د ډاډمن امنيت او سولې لپاره هڅې، د ادارې فساد پر وړاندې په يوه خوله غږ هغه خبرې وې چې د ياد تړون استازيتوب يې کاوه.