کور / تازه خبرونه / ماين چاودني څلور پوليس ټپيان کړل.

ماين چاودني څلور پوليس ټپيان کړل.

چاودنه نن غرمه يولس بجې د روزګان مرکز ترينکو په بازار کي د پوليسو پر يوه قوماندان سوې، چي ۴ پوليس يې ټپيان کړي دي.
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي چاودېدونکي توکي په باسيکل کي ځای پر ځای سوي وه، چي هدف يې دپوليسو د يوې امنتي پوستي قوماندان وو..
ناياب وايي چي د پوليسو قوماندان له پيښي روغ وتلي خو د يوه پوليس روغتيايي حالت ناسم دی.
ددې پېښي په اړه تر اوسه وسله والو مخالفينو څه ندي ويلي .