کور / تازه خبرونه / په جلریز کې ۱۰۰ مېرمنو ته د خیاطۍ ۳ میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې

په جلریز کې ۱۰۰ مېرمنو ته د خیاطۍ ۳ میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې سل مېرمنو ته د خیاطې ۳ میاشتنۍ زده کړو لړۍ نن چهارشنبه پای ته ورسیده .
دغه پروګرام د جلریز په نګلاخ،تکانه او د سرچشمې حوزو په څلورو مرکزونو کې د نږدې درې میلیونو افغانیو په لګښت بشپړ شو،چې د پروګرام په پای کې هرې مېرمنې ته د خیاطۍ ماشین،مېز،پایه،رختونه، ګاز ډبه،اوتو او ګڼ شمېر نور توکې ورکړل شول.
د خیاطۍ زدکړې د یاد پروګرام د پای په مراسمو کې ،چې په کې مېرمنو،د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې استازو او نورو ګډون کړی وو،د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري ټولو فارغو شویو مېرمنو ته مبارکي ورکړه.
هغه مېرمنو ته لارښوونه وکړه،چې د خیاطۍ په برخه کې دې خپلې زدکړې د کورنۍ له نورو مېرمنو سره شريکي کړي،ترڅو هغوی هم د کالیو کنډلو له مهارت څخه برخمنې شي.
د یادو زدکړو یوې ګډونوالې نازنین د دوی لپاره ترسره شوی پروګرام ګټور وباله او زیاته یې کړه،له دې وروسته به د خیاطۍ له لارې خپلې ورځنۍ ستونزې حل کړي او د دوی په اقتصاد به هم مثبته اغېزه وکړي .
د دغه پروګرام یوې بلې ګډونوالې سوسن بیا له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې د کنډل شویو توکو او د دوی لخوا ټولو لاسي صنایعو لپاره دې ور سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي .
د میدان وردګو د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې بیا د ورته پروګرامونو په دوام ټینګار وکړ او له ټولو مرسته کوونکو ادارو څخه یې غوښتنه وکړه،چې په دغه برخه کې له دوی سره همکاري وکړي