کور / تازه خبرونه / ملي دفاع وزارت د ۵۳ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۵۳ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په ګډو تصفيوي او محاربوي عملياتو كې ۵۳ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۳۴ تنه ټپيان دي او يو قوماندان يې ژوندي نيول شوى دى.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره رسنيو ته په رالېږله شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بدخشان، پكتيا، اروزګان، سرپل، غزني، كندهار، بلخ، كاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد او د سړك غاړې ماين چاودنو كې د ملي اردو پنځه سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د حکومت دا ادعا رد کړې ده .