کور / تازه خبرونه / د يوناما مشر د کندهار والي سره وليدل

د يوناما مشر د کندهار والي سره وليدل

نن سهار په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندويه څانګي (يوناما) مشر نيکولاس هايسوم له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د يوناما له مشر څخه مننه وکړه چي دغه ولايت ته يې سفر کړی او د دې ولايت له ستونزو څخه ځان خبروي. د کندهار والي د يوناما مشر ته د کندهار د امنيت، برېښنا، اقتصاد، زراعت، معارف او دولتي خدماتو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل چي د کندهار يو شمېر ولسوالۍ ودانۍ او کاري پرسونل نه لري. نوموړي زیاته کړه چي په کندهار ښار کي کاري ظرفيت ټيت دی، چي بايد د ظرفيت لوړولو لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ سي.

نوموړي وويل چي په تېرو لسو کالو کي د کليو د پراختيا لپاره ۲۴۰ ميليونه ډالر مصرف سوي، مګر اثرات يې خورا لږ تر سترګو کیږي. د کندهار والي زیاته کړه: زموږ لومړيتوب دا دی چي زراعت ته وده ورکړو او له دې لاري اقتصاد ته وده ورکړو تر څو خلکو ته کار پيدا کړو، خو د زراعت د ودي لپاره تر ټولو مهمه دا ده چي کندهار له دايمي برېښنا څخه برخمن کړو.

ښاغلي عزيزي له يوناما څخه وغوښتل چي د امنيت، عدالت او خدماتو په برخه کي ورسره همکاري وکړي او هيله يې وښوده چي يوناما مرستندويه ادارې او سفارتونه تشويق کړي تر څو له کندهار سره په بېلابېلو اړينو عرصو کي مرستي وکړي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندويه څانګي (يوناما) مشر نيکولاس هايسوم ژمنه وکړه چي له کندهار سره به په امنيت، عدالت او دولتي خدماتي برخو کي مرسته کوي او ويې ويل مرستندويه ادارې او يو شمېر سفارتونه به تشويق کړي تر څو له دغه ولايت سره ممکنه مرستي وکړي.