کور / تازه خبرونه / پکتيا ته نوى والي وټاکل سو

پکتيا ته نوى والي وټاکل سو

پکتيا ولايت ته نصرت الله ارسلا د نوي والي په توګه وپېژندل شو، چې د پېژندنې په غونډه کې يې قومي مخورو، مدني فعالانو، د ولايتي شورا، سنا مجلس او ولسي جرګې استازو ګډون کړی وو.
نوموړي په خپلو خبرو کي د اولس سره د همکارۍ ژمنه وکړه او د هغوى څخه ئې هم د خپله اړخ د مرستي غوښتنه وکړه .
اولسي وګړو د نوموړي څخه د يوشمېر کارونو غوښتنه وکړه او هغه ته ئې له خپله اړخه د مرستي کولو ډاډ ورکړ.