کور / تازه خبرونه / د نبوي سيريت سيالي ترسره سوه

د نبوي سيريت سيالي ترسره سوه

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د لسګونه ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي ص سیالۍ ترسره شوې .
د دغه سیالیو د ترسره کېدو پر مهال د نرخ ولسوالۍ ةسؤلینو،دیني عالمانو،ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه .
د دغه سیالیو په ترڅ کې د خالد بن ولید لېسې زده کوونکو لومړی،د شهاب الدین عالي لیسې زده کوونکو دویم،د دراني عالي لیسې زده کوونکو دریم او جوقول منځني ښوونځي زده کوونکو څلورم مقام خپل کړ.
د یني عالم مولوی محمد بشیر له مسؤلینو مننه وکړه،چې د اسلام د ستر لارښوود حضرت محمد ﷺ د سیرت په اړه یې د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ ترسره کړې .
ده وویل د دغه سیالیو ټولو ګډون کوونکو ته په ښوونځیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د خوږ نبی اکرم ص د ژوند،مبارزې،دعوت او جهاد په اړه معلومات ورکړل شوي دي .
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ په شفاف ډول ترسره شوې .
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د دوی په بلنه یې د سیرت النبي ﷺ په سیالیو کې برخه واخیسته .
نوموړی ژمنه وکړه،چې په دغه ولسوالۍ کې به نور هم د زده کوونکو ترمنځ د اسلامي پروګرامونو نورې سیالۍ هم ترسره کړي .
ټاکل شوې،چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره د میدان وردګو ولایت په مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ورته اسلامي پروګرامونه جوړ شي .