کور / تازه خبرونه / خوشي اولسوالۍ خلکو ته نوى اولسوال ور وپېژندل سو

خوشي اولسوالۍ خلکو ته نوى اولسوال ور وپېژندل سو

د لوګر ولايت والي محمد حليم فدايي خوشي ولسوالۍ ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د خوشي ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال دخوشي خلکو ته ور وپيژندو.
د لوګرولايت دخوشي ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال عبدالحميد ددي ولسوالۍ اداري کارکونکواو اوسيدونکوته ور وپيژندل شوه. د پيژندني دغه غونډه د خوشې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د ولايت والي محمد حليم فدايي، امنيه قومندان عبدالحکيم اسحاقزي، دملي اردو دلوا قومندان جنرال رازق، د ولايتي شورا غړو، قومې مشرانو او د ولايت د يو شمير ادارو ريسانو پکې ګډون کړی وو. لومړی د دخوښي ولسوالۍ پخواني ولسوال بسم الله خوشيوال په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې نن له ده څخه دروند ورسپارل شوی مسوليت لرې شو اونوي ولسوال ته يې د هر قسم مشورواوهمکاريوډاډ هم ورکړ. ورپسې د ولايت والي خبري وکړي اودپخواني ولسوال د کارونوستاينه يې وکړه او د ښو ترسره کړوکارونو دستاينې په موخه يې ورته ستاينليک ورکړ اوبيايې ددې والسوالۍ له اوسيدونکوڅخه مننه وکړه چې دوی په خپله ددې ولسوالۍ امنيت ساتلی دی اوزياته يې کړه تاريخ ثابته کړې چې حکومتونه خلکو ساتلي او کومو خلکوچې له دولت سره همکاري کړې هغه دولت تل کاميابه او پايدار وي، ښاغلي فدايي وويل دخوشي ولسوالۍ ولسونه له ولايتي ادارې د ښو خدمتونو تمه لري او باور لرم چې نوی ولسوال به ولسونو ته دموثرو خدمتونو په وړاندې کولو کې علمي هلې ځلې وکړي.
غونډې ته د دې والسوالۍ نوي والسوال عبدالحميدخبرې وکړي اوزياته يې کړه زه د افغانستان دخلکو دمقدس جهاد پر وخت کې په خوشي ولسوالۍ کې دخلکو ترڅنګ پاتې شوی يم او ددې ولسوالۍ له ټول مشرانوسره ښه رابطه لرم، نوموړي له خلکووغوښتل که چېرته ښه خلک په کورونو کې کيني نوحتمآ بدوخلکوته موقع په لاس ورزي، له ټولومشرانو غوښتنه کوم چې زماسره د سيمې په امنيت کې مرسته وکړي او ددې والسوالۍ لپاره ګډ کاروکړو ترڅو دخلکو باور ترلاسه او خلکو ته موثر خدمتونه وړادې کړو.
ياده دې وي چې دخوشي ولسوالۍ د مرکز پل علم څخه پنځه ويشت کيلو متره واټن فاصله لري او نوموړی ولسوال څه موده وړاندي د سيميزوارګانونوله خواد خوشي ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی وو چې نن يې رسما په خپلوکارونوپيل وکړ.