کور / تازه خبرونه / په ناروې کي د افغان حکومت او طالبانو خبري

په ناروې کي د افغان حکومت او طالبانو خبري

افغان حکومت په ناروې کی د طالبانو له استازو سره مخامخ خبري کوي.
د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى پر خپله فېسبوک پاڼه ليکي، چي له ده سره اوه کسان د افغان حکومت، سياسي څېرې، ملي بنسټونو او د ښځو په استازيتوب ملګري دي.
کرزي يوازي د طالبانو سره د خبرو تايد کړی خو په دې اړه يې د ناستي نور هدف نه دی روښانه کړی.
کرزي د يونس قانوني، محقق، د افغانستان د ملت ګوند مشر انورالحق احدي، د ښځو چارو پخوانۍ وزيره حسن بانو غضنفر، د سولي د عالي شورا غړی فرهاد الله فرهاد او د سوداګری پخواني وزير نومونه ياد کړي، چي له ده سره په دې سفر کي ملګري دي.
حکمت خليل کرزي ويلي، چي د طاليبانو له لوري طيب اغا او هاشمي ورته معرفي سوي څو له دوی سره پر بېلابېلو برخو خبري وکړي.
اجراييوي ریاست ناروې ته د محمد محقق تلل تايدوي خو د تګ هدف يې نه دئ روښانه کړی.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولي رسمي خبرې و کړي.