کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه به خپل کارته دوام ورکړي او که نه؟

ولسي جرګه به خپل کارته دوام ورکړي او که نه؟

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې ترډېره د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو او د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې یوه اونۍ وروسته د ولسي جرګې کاري دوره پای ته رسیږي او دا هم نه ده معلومه چې د چنګاښ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه وروسته به ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکړي او که نه؟

خو د ورځپاڼې په وینا ولسمشر ژمنه کوي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه به ټاکي.

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په همدې اړه د ولسي جرګې د ریس عبداالروف ابراهیمي له خولې لیکلي چې د مجلس کار تر انتخاباتو پورې مشروعیت لري.

ورځپاڼې لیکلي چې ښاغلي ابراهیمي دغه څرګندونې تېره ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې کړي دي.

د ورځپانې په وینا ښاغلي ابراهیمي ویلي، هیڅ یو ارګان نشي کولای چې د ولسي جرګې د کارمشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د ښاغلي ابراهیمي له قوله لیکل شوي چې ولسمشرغني د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارلې چې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د انتخاباتي سیستم د اصلاح طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړي، څو له مخې یې د پارلماني انتخاباتو نېټه دقیقه شي.

اطلاعات روز ورځپانې دغه شان په یو جلا مطالب کې لیکي، د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په خبره د افغان دولت په استازیتوب یو پلاوی د سولې د خبرو لپاره د ناروې پلازمینې اسلو ته رسیدلی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د دغه پلاوي مشرې د اجراییه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق کوي.

په ورځپانه کې د پخواني حکومت د کابینې له یو شمېر غړو هم یادونه شوې چې ویل کېږي د دغه هییت په ترکیب کې شامل دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه لیکي، طالبان غواړي په ایران کې ځانته سیاسي دفتر پرانیزي، خو د ورځپاڼې په وینا چې افغان چارواکي به کله هم په ګاونډیو هېوادونو کې د سولې د خبرو لپاره تیار نه شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د افغان حکومت اجراییه ریس په دې اړه بې خبري ښودلې ده او ویلي یې دي چې له مخالفینو سره خبرې باید یا په افغانستان کې د ننه او یا هم له ګاونډیو هېوادونو پرته په یو اسلامي هیواد کې تر سره شي.