کور / تازه خبرونه / د حجرې او ممبر له لارې به پر حکومت د اولس باور پیدا کوو

د حجرې او ممبر له لارې به پر حکومت د اولس باور پیدا کوو

دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو او دیني عالمانو سره په یوه ګډه جوړه شوې غونډه کې چې نن ( سې شنبه) د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه وکړ.
نوموړی وویل د ولایتي شورا غړي کولای شي،د اولسونو سره د لیدنې پر مهال دوی ته د حکومت اصلي موخې بیان کړي او دوی وهڅوي تر څو له حپل حکومت سره نږدې او ګډ کار وکړي .
ده همدا راز زیاته کړه، د ولایتي شورا غړي د خلکو استازي دي او د دوی خبر د قومي مخور په توګه په اولسونو ښه اثر کوي او کولای شي له دغه لارې د حکومت او اولس ترمنځ شته واټن لمنځه یوسي .
د میدان وردګو والي دیني عالمان د اسلامي ټولنې اصلي رهبران وبلل او له دوی څخه یې وغوښتل،چې د ممبر له لارې دې هر مهال د حکومت څېره اولسونه ته روښانه کړي.
هغه زیاته کړه،مخور او د یني عالمان کولای شي،چې د حجرو او ممبرونو له لارې د دې هېواد د سوکالۍ لپاره د رښتینې هڅو په ترڅ کې په امنیتي ستونزو کې هم ښه والي راولي .
والي ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی وړاندیزونو ته به هر مهال ځواب وایي او هر لحظه به د ولایت مقام دروازې د دوی پر مخ پرانستي وي .
د ولایتي شورا او د علماؤ شورا رئیسانو د خپلو خبرو پر مهال د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې په ټولو چارو کې به ورسره همغږي وي او هڅه به وکړي،چې یادې لارښوونو ته عملي بنه ورکړي .