کور / تازه خبرونه / طالبانو د اوربند وړاندیز رد کړ

طالبانو د اوربند وړاندیز رد کړ

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د روژې د مبارکې میاشتې په درناوې د اوربند په اړه مطالب خپاره کړي او دغه شان یو ځل بیا یې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نیټې د اعلان موضوع راخیستې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطالب کې لیکي چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له ټولو نظامي او سیاسي مخالفینو څخه غوښتي چې د روژې د مبارکې میاشتې په احترام له جګړې؛ وینوو تویدو او لفظي او قلمي شخرو څخه ډډه وکړي او اوربند اعلان کړي.

هېواد دغه شان په خپله سر مقاله کې لیکي چې افغان ولس یو ځل بیا په داسې حال کې د روژې لپاره تیاری نیسي چې مخالفین لا هم د ټپل شوې جګړې اور ته تېل ورشیندي.

خو د ورځپاڼې په وینا چې طالبانو په دغه میاشت کې د اوربند وړاندیز رد کړی دی؛ حال دا چې روژه، سوله او پخلاینه د اسلام سپېڅلي ارزښتونه دي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپانې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د مشرانو جرګې غړو د تېرې ورځې په عمومي غونډه کې په دې ټینګار کړی چې حکومت دې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه ژر تر ژره دقیقه کړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز خپلواکې ورځپانې بیا په خپله مننۍ ګڼه کې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر غني د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي له خولې لیکلي چې دوه مهمې مسالې په مخ کې دي؛ یو انتخابات او بل اصلاحات چې د حکومت دواړه مشران په دې منکر نه دي او خاصه پاملرنه ورته لري.

ورځپاڼې د ښاغلي محمد ي له قوله لیکلي چې راتلونکې اونۍ به د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون کار هم اعلان شي او ولسمشر ژمنه کړې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو ورځ به هم اعلان کړي.