کور / تازه خبرونه / د دواړو خواوو څخه د جنګ د بندېدو غوښتنه وسوه

د دواړو خواوو څخه د جنګ د بندېدو غوښتنه وسوه

د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې د افغانستان په روانه جګړه کې په ښکېلو خواو غږ کوي چې د روژې په مبارکه مياشت کې دې له جګړې لاس واخلي، ترڅو خلک ارام ژوند او عبادت وکړي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، دا چې روژه د برکتونو او عبادت مياشت ده نو دده په خبره جنګ کې ښکېلې خواوې دې د يادې مياشتې په خاطر اوربند اعلان کړي.
همدرد وايي، هېواد کې يوه ګونګه جګړه روانه ده چې عام ولس يې اندېښمن کړی دی، دده په خبره په ځينو سيمو کې جګړې دومره اغېز کړی چې خلک مسجدونو ته هم نه شي ورتلی.
د هلمند مدني ټولنې مشر وايي ددې لپاره چې خلک ارام ژوند وکړي او پرته له کومې امنيتي اندېښنې مسجدونو او عبادتځايونو ته ولاړ شي نو ښکېلې خواوې دې جګړه بنده کړي.
د هلمند مدني ټولنې غړي هم تاکيد کوي او له وسله والو غواړي چې د روژې په مبارک مياشت کې اوربند وکړي.
د کال د دولسو مياشتو له منځه ورژه هغه مياشت ده چې مسلمانان پکې عبادت کوي، د اسلام د سپېڅلي دين له مخې دغه مياشت کې بايد هيڅ مسلمان بل مسلمان ونه ځوروي.
دا چې د اسلام مبارک دين په سولې او يووالي ټينګار کوي نو د روژې مبارکه مياشت هم د مسلمانانو لپاره د سولې زېری ورکوي.