کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۲۴ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۲۴ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۵ تنه ټپيان دي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، اروزګان او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تل د حکومت دا ادعا رد کړې ده .