کور / تازه خبرونه / د جوړ شویو سړکونو څخه د جدي څارنې لړۍ پیل شوه

د جوړ شویو سړکونو څخه د جدي څارنې لړۍ پیل شوه

د میدان وردګو والي،د مدني ټولنو،رسنیو،ولایتي شورا او د یو شمېر ادارو د مسؤلینو په ملتیا په دغه ولایت کې د جوړ شویو سړکونو څخه د جدي څارنې لړۍ پیل کړه .
دغه لړۍ نن ( یکشنبه) د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت د هغه ۱۴ کیلو متره سړک څخه پیل شوه،چې د اونۍ کوتل سیمې څخه تر سره پله سیمې بورې غځیدلی دی،چې د ټولګټو چارو ادارې له لورې یې چارې ترسره شوي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات چې د دغه ولایت ملي امنیت رئیس انجینر طاوس،د ولایتي شورا مرستیال مسعود شینزي او د مدني ټولنو یو شمېر فعال ځوانانو یې ملتیا کوله،د کوتل اونۍ سیمې څخه د سړک څخه لیدنه پیل کړه او د سره پله سیمې پورې جوړ شوی سړک څخه لیده کاته وکړل.
نوموړی وویل دغه سړک په معیاري بڼه ندی جوړ شوی او تر هغې پورې چې چارې په ښه توګه نه وي ترسره شوې،ولایت مقام او د دې ولایت اوسیدونکو ته د منلو وړ نه دی.
ده زیاته کړه،د دغه سړک د تخنیکې څېړنې په موخه به یو بې پرې تخنیکي ډلې ته ډېر ژر دنده ورکړي،چې په ښه توګه ترې لیدنه وکړي او هغه څخه چې د انجینرۍ اصولو خلاف وي،د بې ځل لپاره پرې د کار چارې پیل شي او تر هغې چې یادې تخنیکي ډلې او د دې ولایت اوسیدونکو ته د منلو وړ نه وي،ولایتي اداره به د سړک د تسلیمۍ چارې ترسره نکړي .
نوموړی د ټولګټو چارو رئیس ته هم دنده وسپارله،چې ژر تر ژره دې د سړک څخه د خپلې کارې ډلې په ملتیا بیا لیدنه وکړي او هغه څه چې نیمګړي دي،د یوه لیک په ترڅ کې ولایت مقام سره شریک کړي .
د ولایتی شورا مرستیال او ځوان مدني فعالانو هم چې د میدان وردګو والي سره یې یو ځای د سړک څخه لیدنه کوله،د نوموړی د دغه کړنۍ ستاینه وکړه او د څارنې په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.