کور / تازه خبرونه / د کوچي او ځای میشتو ترمنځ د سوداګریزې شخړې جدي مخنیوی کوو

د کوچي او ځای میشتو ترمنځ د سوداګریزې شخړې جدي مخنیوی کوو

دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یو شمېر کوچي مشرانو سره په لیدنه کې چې نن ( یکشنبه) له غرمې وروسته د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،وکړ.
د کوچیانو امر محمد همایون د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل د حصه اول بهسودو ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې تېره شپه د ځای میشتو او کوچیانو ترمنځ شخړه شوې،چې له امله یې یو شپون شهید شوی او یو بل ټپي شوی دی .
ده زیاته کړه، په سیمه کې ځای میشتو کوچیانو ته ګواښ کړی،چې ژر تر ژره دې سیمې پریږدي او که سرغړونه وکړي نو د لا جدي ګواښ سره به مخامخ شي .
کوچي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د میدان وردګو والي څخه وغوښتل چې دغه ستونزې ته جدي حل لارې چارې ولټوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د پېښې پر مهال د مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو له امله خواشیني څرګنده کړه او شهید ته یې جنت الفردوس او ټپي ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.
ده زیاته کړه، د یاد پېښې څخه له وړاندې خبر شوی او له همدې امله یې امنیتي ارګانونو سره بېړنۍ غونډه وکړه،چې په ترڅ کې د اوس مهال لپاره د ستونزې د مخنیوي په موخه به دوی اقدامات ترسره کړي .
خو هغه زیاته کړه، د دغه ستونزې د اساسي حل لپاره به د کوچي او ځای میشتو مخورو سره ډېر ژر خبري وکړي او د دوی څخه به یوه صلاحیت لرونکې بې پرې جرګه جوړه کړي او د دغه ستونزې د تل پاتې حل پرېکړه به وکړي .