کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د بریدمل عیسی خان اتلولي وستایله

جمهور رئیس غني د بریدمل عیسی خان اتلولي وستایله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ولسي جرګي د برید کوونکو تروریستانو په له منځه وړلو کې د برید مل عیسی خان میړانه وستایله او هغه ته یې د یو باب اپارتمان کیلي ورکړله.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.
جمهور رئیس غني ددولت دمخالفینو لخوا پر ولسي جرګي د پروني ډله ایز برید د ترسره کوونکو شپږو حمله کوونکو د له منځه وړلو او په ولسي جرګه کې د تلفاتو د مخنیوي په لاره کې د برید مل عیسی خان زړورتیا، میړانه او اتلولي وستایله او د دغه برید په مهار کولو کې یې د هېواد د نورو امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله هم قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني وویل چې د هېواد زړورو امنیتي ځواکونو د دغه ډله ایز برید پر وړاندې په خپل چټک غبرګون سره وکولای شول چې افغانستان له یوې سترې غمجنې پېښې څخه وژغوري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د بریدمل عیسی خان اتلولي وستایله او هغه یې د دې خاورې زړور او میړنی بچی وباله.
بریدمل عیسی خان د جمهور رئیس لخوا د ده ستاینه او تقدیرول د ځان او د هېواد د امنیتي ځواکونو لپاره ویاړ وباله او یو ځل بیا یې ژمنه وکړه چې په خپل ټول توان او ځواکمنۍ سره به د هېواد د لویشت لویشت خاورې دفاع او ساتنه وکړي.