کور / تازه خبرونه / خالي بستونه دي په وړ او پوهو کسانو ډک کړل سي

خالي بستونه دي په وړ او پوهو کسانو ډک کړل سي

دېر ژر دې په ۱۹ بیلا بیلو ادارو کې ۴۱۳ خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې په وړ او په کار پوه کسانو ډک او دغه تشکیلاتي خلا دې پوره کړی شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري د یوې اونۍ په ترڅ کې د دې ولایت د هر اړخیزې ارزونې وروسته یوه هم په ۱۹ بیلا بیلو ادارو کې د ۴۱۳ خالي بستونو د شتون ستونزه وه چې په دې برخه کې یې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او د اړونده ادارو مسولینو ته دنده ورکړه تر څو پرته له کوم فشار په پوره دقت او امانتدارۍ سره وړ او په کار پوه کسان د ازادې سیالۍ له لارې په دغو بستونو کې په دندو وګماري او دغه ستره تشکیلاتي خلا دې ژر تر ژره پوره کړي.
ښاغلي نعیمي زیاه کړه چې په ادارو کې د تشکیلاتو د پوره والي له مخې به مو د یوې خوا نه هغو خلکو ته چې د کار وړتیا لري او اوسمهال بې کاره دي، د کار زمینه برابره کړې وي او له بلې خوا به مو ولس ته په خدماتو کې ګړندیتوب رامنځته کړی وي.
همدارنګه د لغمان والي د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او د اړونده ادارو مسولینو ته د خپلې وینا په ترڅ کې د دې سپارښتنه هم وکړه چې د دغو خالي بستونو په ډکولو کې دې څلویښت سلنه د جندر موضوع رعایت او هغه ښځینه چې کاري وړتیا لري او غواړي په دولتي ادارو کې کار وکړي د هغوی لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.