کور / تازه خبرونه / کندهار: د مېوو کاروباريان د نوي مارکېت د جوړېدو غوښتنه کوي.

کندهار: د مېوو کاروباريان د نوي مارکېت د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوکاندارانو د لندې او تازه مېوي د نوي مارکيټ د جوړولوغوښتنه وکړه
د پخواني لندې او تازه مېوي مارکيټ دوکاندارانو د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره په ليدنه کي دنوي مارکيټ دجوړيدو غوښتنه وکړه .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل اوسنى ځاى چې دوکاندارانو د تازه ميوو دکاراو بار لپاره ځانګړى کړى دښاري ماسټر پلان سره سم ندى، ښاغلي والي دوکاندارانو ته سپارښتنه وکړ ه ، تر څودتازه ميوو تجاران دي دکوچني اختر دلسمي نېټې څخه دتازه ميوي نوي مارکيټ لپاره دټاکل سوي هيئت تر نظر لاندي دکندهارښار د درو نقطو (ختېځ، لويديځ او جنوب ختېځ) څخه دماسټر پلان مطابق دمارکيټ لپاره ځاى مشخص ،دماسټر پلان او ښاري پلان مطابق دياد مارکيټ دجوړېدو چاري پيل کړي.
والي دپخواني لندې او تازه مېوي مارکيټ دوکاندارانوته وويل دجنوبي پای پاس دلندواو تازه ميوو دکار او بار لپاره دکانټينرونو په ايښودلو او مناوې په جوړولو سره د ١٣٩٤ هــ ش کال،سرطان ،٦ نيټې څخه پيل او دروان کال دحوت دمياشتي تر ٢٠ نيټې پوري په ياده سيمه کي د موقت فعالت اجازه لري.
او په ذکر سوي ساحه کي د دوکانونو او کانټينرونو رانيول او پلورل په مطلقه توګه منع دى.
ښاغلي عزيزي وويل دزاړه ميوو مارکيټ دوکانداران بايددښاروالۍ رياست سره خپل باقيات تصفيه کړي او دروان کال دحوت دمياشتي په شلمه نېټه دلندې او تازه مېوي تجاران مکلف دي چې په دي موقت ځاى کي خپل فعاليت پاى ته ورسوي او نوى مارکيټ چې دماسټر پلان مطابق او په معياري ډول جوړوي انتقال سي