کور / تازه خبرونه / کندهار: ٩٤ فيصده ددهلې د بند درغېدو چاري پاى ته رسيدلي دي

کندهار: ٩٤ فيصده ددهلې د بند درغېدو چاري پاى ته رسيدلي دي

د کندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ٧٧ سېونټې سېون ترکي کمپنۍ ساختماني شرکت ددهلي دبندد دپروژې مسئول مدير وويل د دهلې داوبو بند دروازه چې تقريباً دوه کاله وړاندي درغولو کار دياد شرکت له لوري پيل سوى وو ۹۴ ٪ بشپړ سوى .

د(٧٧) سېونټې سېون ترکي ساختماني شرکت مدير عالي تيزجان له کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره په ليدنه کي ددهلي دبند دپروژې په اړه کندهاروالي ته هر اړخيز معلومات ورکړ او وويل اوس مهال ٩٤ فيصده د دهلي دبند کار پاى ته رسيدلى دى، تيزجان وويل دوی دوه کاله وړاندي د دهلې بند د دروازې درغولو چاري راپيل کړي چې دا مهال نژدې پاي ته رسيدلي او دغلته يي دبند داوبو دکنټرول ،دبريښنا دتوربين دنصب او ښار ته دپاکو اوبو د نل دغزولو سيسټمونه نصب کړي او ساختماني چاري يي په ښه کيفيت تر سره کړي هغه وويل راتلونکي کي به داوبو دبند دلوړولو چاري راپيل سي چي په مرسته به يي داوبو ظرفيت لوړ او دکندهارولايت دزراعتي مځکو دخړوبولو ستونزه به تر ډيره حده حل سي .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دترکيې هيواد له دوستانه همکارۍ څخه مننه او د دوى د صادقانه کار ستاينه وکړه ،هغه وويل يادي پروژې ته کندهار خلکو زيات اميد درلود چې له همدي اړخه به دکروند ګرو ستونزې هم حل سي .
ښاغلي عزيزي له يادي کمپنۍ څخه وغوښتل تر څو ددهلي دبند درسوباتو په اړه ولايتي ادارې ته بشپړمعلومات ورکړي تر څو دا جوته سي چې په ياد بند کي څومره رسوبات ځاى پر ځاى سوي دي او داوبو سطح څومره کمه کړيده که امکان يي وي نو دپاکيدلو چاري به يي هم تر سره کړي .
تيزجان ډاډ څر ګند کړ چي دوى به دخپلو امکاناتو په نظر کي نيولو سره ددهلي دبند رسوبات معلوم او په اړه به يي ولايت مقام ته بشپړ معلومات وړاندي کړي هغه وويل که ددهلي بند د رسوباتو څخه پاک سي نو ۴۰٪ اوبه به نوري هم زياتې سي او دکندهار دخلکو ستونزې به پري حل سي ، تر څنګ يې په کافي اندازه پاکي اوبه هم ښاريانو ته برابري کړي .
کندهار والي دارغنداب رود ددريايي حوزې رئيس انجنير شير محمد عطائي ته سپارښتنه وکړه تر څو دنوموړي کمپنۍ څخه معلومات تر لاسه او ددهلي دبند درسوباتو او دپاکو اوبو دنل دغزيدلو په برخو کي پروپوزلونه جوړ او ولايت مقام ته وړاندي کړي ترڅو مرکزي اداره يې په وړاندي اقدام تر سره او په دې برخه کي لازم اقدام صورت ونيسي.