کور / تازه خبرونه / کندهار: له بانکه څخه ۷۶ ميلونه تښتول سوي افغاني بيرته دولت ته وسپارل سوې.

کندهار: له بانکه څخه ۷۶ ميلونه تښتول سوي افغاني بيرته دولت ته وسپارل سوې.

پوليسو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د افغانستان بانک له څانګي څخه تښتول شوي په میلیونونو افغانۍ بیرته تر لاسه کړې .
که څه هم په دې باب د پوليسو تحقیقات له تیرو ۴ میاشتو راهیسی دوام در لود خو پوليس وايي چي د سپين بولدک د افغانستان بانک د څانګي مخکنی مدیر په خپله خوښه له بهر څخه بیرته راغلی .
د کندهار د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریس مل پاسوال عبدالرحیم علي خیل وايي چي د بانک مدیر په داوو طلبانه ډول یادي پيسې بیرته له بهره را انتقال کړي او دولت ته يې سپارلي .
که څه هم دافغانستان بانک د سپین بولدک د څانګي مدیر سیداحمد اغا په خپله اداره کې ځيني ستونزي د دې سبب ګڼي چي نوموړی د پيسو وړلو ته اړ ګړی خو پوليس وايي چي د موضوع په اړه يې تحقیقات دوام لري .
نږدې ۴ میاشتي مخکې د افغانستان بانک د سپين بولدک د څانګي مدیر ۷۶ میلیونه افغانۍ له ډيورنډ پولي هاخو چمن ښارګوټي ته انتقال کړي وې او دی هم له پيسو سره یو ځای له خپلي سيمي څخه تللی وو .
د یادي پېښي سره په تړاو ۷ تنه زندانیان دي .
نن د څارنوالانو د يوې ډلي په وړاندي یادي ټولي پيسې د مطبوعاتو په وړاندي بیرته د افغانستان بانک خزانې ته وسپارل شوې .
د افغانستان بانک د جنوبي زون خزانه دار نورمحمد خبریالانو ته وويل چي پيسي بیرته د دولت خزانې ته سپارل کیږي .
خو د افغانستان بانک د سپين بولدک د څانګي مدیر چي یادي پيسې تر وړلو وروسته بیرته دولت ته سپارلي خبریالانو ته وويل چي دی د عدالت غوښتونکی دی او پر هغو کسانو يې د قانون د عملي کولو غوښتنه وکړه چي دی يې له کبله دې کار ته اړ شوی .
نوموړي د بانک د ځينو مامورینو اختلاس ، غیري قانوني کړنو او ځینو نورو ته ګوته ونیول چي د هغوی کنټرول يې تر خپل توان لوړ کار باله .
د سپين بولدک له بانک څخه د پيسو د تښتولو پېښه د دې سبب شول چي د افغانستان بانک د جنوبي حوزې د ریس دنده وځنډول شوې او له پېښي سره په تړاو د بانک ۷ تنه کارکونکې هم زنداني دي .
د بانک تورن مدیر سید احمد اغا وايي چي په نیول شویو کسانو بېګناه کسان هم شامل دي او دی له هغوی څخه بخښنه غواړي .