کور / تازه خبرونه / عزيزي: روغتيايې خدماتو ته لومړيتوب ور کوم

عزيزي: روغتيايې خدماتو ته لومړيتوب ور کوم

کندهاروالي ډاکټر همايون عزيزي وويل په دي ولايت کي روغتيايې خدمتونو ته حق اوليت ور کوم ،زما دمسؤليت پراساس نه بکلي دخپل مسلک پراساس چي زه يو ډاکټر يم کوښښ کوم خلکو ته روغتيايي خدمات برابر کړم.

دمرکز کابل څخه راغلي هيئت چي مشري يې دعامي روغتيا وزارت دويقايوي طب مسؤل ډاکټر نجيب الله صافي کوله نن دکندهاروالي سر ه دهغه دکار په دفتر کي وليدل او په ياده ليدنه کي دپوليويا ګوزڼ په له منځه وړولو او د کندهارښار او ولسواليوکي دروغتيايي خدماتواوعامه پوهاوي پر زياتوالي ټينګاروسو ترڅو عامو خلکو ته عامه پوهاوي ورکړل سي چې دعامي روغتيا رياست سره هماکاره او پرټاکلي وخت او زمان سره خپل کوچنيان واکسين کړي .

دعامي روغتيا وزارت دويقايوي طب مسؤل ډاکټر نجيب الله صافي کندهار والي ته وويل ،چي کندهار ته يې دراتګ هدف دپوليو په وړاندي دواکسين دکمپاين په اړه معلومات تر لاسه کول، دياد کمپاين په وړاندي دپرتو خنډونو رابر سيره کول او دهغوى دحل لپاره لارې چاري لټول دي .صافي وويل په نړيواله کچه افغانستان ،پاکستان او نايجريا هغه هيوادونه دي چې تر دي مهاله پوري دپوليو مثبتي پېښي پکي وجود لري او دعامي روغتيا وزارت کوښښ کوي چې يادي پېښي صفرته راټېټي کړي .

کندهار والي ډاکټر همايو عزيزي ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ وويل کندهارښاريانو ته دمسئوليت پر اساس نه بلکي دخپل مسلک پر لحاظ څرنګه چې زه هم يو ډاکتر يم ددي ولايت ټولو اوسيدونکوته يو شان روغتيايي خدمات وړاندي کړو.

ښاغلي عزيزي وويل اوس مهال دکندهار ولايت ٤٠% اوسيدونکي روغتيايي آسانتياوو ته لاس رسى لري او ٦٠% فيصده دروغتيايي خدمتونوڅخه بي برخي دي ،ولايتي اداره کوښښ کوي چې ددي ولايت اوسيدونکو ته دروغتيايي خدماتوترڅنګ په کندهار ولايت کي دليرو پرتو ولسواليو اوسيدونکو ته روغتيايي آسانتياوي برابري کړي ترڅو ددوى روغتيايې ستونزې حل سوي وي .

ښاغلي والي وويل روغتيايي سکتور هيڅ سياسي بڼه نلري نو بايد د دي سکتور په وړاندي هيڅ يوه ډله هم خنډ ونه وګرځي ،هغه وويل په کندهار کي د۲۰۱۵ عيسوي کال راهيسي دپوليوهيڅ مثبته پيښه نده ثبت سوي او ولايتي اداره به کوښښ وکړي چې دولايتي شورا ، ديني عالمانو، قومي مشرانواو دمساجدو دملا امامانو په همکاري د دي ولايت په ليري پرتوسيمو کي هم واکسين ته زمينه برابره کړي څوهرملکي کس خپل کوچنيان پروخت واکسين کړي او دا دهر افغان ملي وجيبه ده چي دپوليوپه له منځه وړلو کي خپل مسؤليت ادا اوبل لوري خپل اولادو نه به دفلج کيدو څخه ژغورلي وي .