کور / تازه خبرونه / چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر وژل شوی

چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر وژل شوی

پېښور: دبي بي سي دخبرله مخې د خیبر پښتونخوا چارسدې ولسوالۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پر دفتر ناپېژاندو وسله والو برید کړی، چې د ددغې ډلې یو مشر دوست محمد خان پکې وژل شوی.پېښه د یاد ګجوند اتمانزیو بازار کې شوې ده. پولیس وايي لومړي معلومات یې ښيي یوه نا پېژانده وسله وال پر دفتر برید کړی چې دوست محمد خان په ډزو په سر لګېدلی دی.پولیس وايي، د برید پرمهال په دفتر کې د دوست محمد خان دوه خپلوان هم موجود وو.سرچینه وايي، بریدګر له سیمې خپلې پښې سپکې کړي دي.د عوامي نیشتل ګوند یوه سیمه ییز مشر ارشد عبدالله وویل، دوه برید کوونکي پر موټرسایکل راغلي وو، چې له برید ورسته تښتېدلي دي.دوست محمد خان د عوامي نېشنل ګوند د کاري کمېټې غړی او د اتمانزیو د قبیلې مشر و.نوموړي له پاچا خان او ولي خان سره هم وخت تېر کړی او له هماغه راهیسې یې خدايي خدمت ته ملا تړلې وه.وړاندې چارسده کې د دغه ګوند پر یوه مشر اسفندیار ولي خان او نورو مشرانو هم ورته بریدونه شوي وو.د پاکستان روانه شخړه کې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو ګڼ بریدونه وي، چې ویل کېږي تر اوسه یې په روانه جګړه کې نژدې ۸۰۰ کارکوونکي او مشران وژل شوي او ټپیان شوي دي.بشیر بلور، عالم زیب خان او نور ګڼ مشهور کسان ددغه ګوند د وژل شویو کسانو له ډلې دي.