کور / تازه خبرونه / د تذکرو او پاسپورټونو ليكلو ته سواد لرونكي مامورين پکار دي

د تذکرو او پاسپورټونو ليكلو ته سواد لرونكي مامورين پکار دي

د کابل په ګډون په زيات شمېر ولايتونو او د ولسواليو د نفوسو د احوال د ثبت په څانګو کي داسي مامورين دندي اجراکوي چي د انګريزي الفبا سره اشنايي نلري. يو شمير كسان دا نيوكه كوي په دغو شعبو كي داسي مامورين هم سته چي په پښتو ژبه هم ليکل نسي کولای په داسي حال کي چي په نوو تذکرو او پاسپورټونو کي پښتو، دري او انګريزي ژبه ليکل کېږي.

د کندهار اوسېدونکی شېراحمد لراوبر ته وويل چي په پاسپورټ کي يې له نوم څخه درې انګريزي حروف حذف سويدي کله چي يې په بيا بيا مامور ته وويل چي په دې توګه يې په پاسپورټ کي نوم له نورو اسنادو سره فرق پيدا کوي چا يې پر خبره غوږ ونه نياوه.

لراوبر ته د عبدالرحيم په نوم د يوه کس د پاسپورټ بېلګه رسېدلې ده چي د انګريزي B پر ځای N کارول سوی دی.

شاوخوا اته مياشتي کېږي چي د برېښنايي پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل سوېده، د هغو کسانو زياته برخه چي پاسپورټونه يې اخستي دي پر موظفو مامورينو نيوکه کوي چي په نوم، تخلص، د زېږيدو نېټه يا يې په قد کي تېروتنه سوېده خو د بيا سموني د پاره مرسته و همکاري نه ده ورسره سوې.

که څه هم په کندهار کي د نفوسو د احوال د ثبت آمر ښاغلي نصرالله سالم لراوبر ته وويل چي خپلو مامورينو ته يې په تذکرو کي د زيږېدلو د نېټې او دقيق نوم او تخلص د ثبتولو سپارښتنه کړېده خو ځيني وختونه بيا هم د ټول هيواد په کچه د تفوسو د احوال د ثبتولو ادارې پر کاتبانو او مامورينو دا نيوکه کېږي چي د نوم، تخلص او زېږېدو د ثبت او ليکلو پر مهال د تذکرې اخستونکي خبره او سند نه مني او له ځانه د اړوند کس عمر يوازي د کلونو په حساب ليکي.

د کابل اوسيدونکی عبدالصمد وايي پلار يې د ټولو وروڼو او خويندو د زېږيدلو دقيق تاريخونه په خپله کورني راجستر کي ليکلي دي خو د تذکرو مامور صاحب يې بيا هم خبره نه ده منلې او په تذکره کي يې تر خپل عمر درې کاله زيات ليکلی دی، نوموړی وايي زه پښتون يم، مامور هم پښتون و خو زما په تذکيره کي يې وليکل ( برويت چهره بيست و هشت ساله سال ۱۳۹۴ ميباشد) دی وايي زه غواړم چي په تذکره کي مي دقيقه ورځ مياشت او کال ليکلی وي خو مامور په تونده لهجه له شعبې و ايستلم.

د کارپوهانو په نظر که په برېښنايي تذکرو او پاسپورټونو کي د نوم او تخلص دقيق سپيلينګ ليکلو او د دقيق قد او زېږيدلو نېټې د ثبت د پاره لازمه ده چي د اړوندو ادارو مامورينو ته روزنيز ورکشاپونه جوړ کړل سي او يا بايد داسي مامورين په دندو وگمارل سي چي لږ تر لږه د انگريزي ژبي د الفبا سره اشنايي ولري چي په راتلونکي د هويت او پېژندني په چارو کي د ستونزو مخنيوئ سوی وي.