کور / تازه خبرونه / د سړو سيمو ښوونځي د زمري له لومړۍ نېتې بيا تر لسمي پوري رخصت دي

د سړو سيمو ښوونځي د زمري له لومړۍ نېتې بيا تر لسمي پوري رخصت دي

د افغانستان د سړو سيمو د ښوونځيو رخصتي د زمري د مياشتي پر لومړۍ نېټه پيلېږي. پوهني وزارت نن د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي خبر ورکړ چي ددغه وزارت د لایحې له مخې د سړو سیمو د دولتي او خصوصي ښوونځیو د اوړي رخصتي د ۱۳۹۴ کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او تر لسمې نېټې پورې دوام کوي او د یادې میاشتې په یوولسمه نېټه د زده کړو بهیر د پخوا په څېر بېرته پیلېږي.
د پوهنې وزارت رهبري د دولتي او خصوصي ښوونځيو له مسوولینو په جدي ډول غواړي، چې د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم دې د زده کړو بهیر بېرته په عادي ډول پیل کړي. د ښوونیز نظارت ریاستونه مکلف دي، چې د عمومي زده کړو معینیت ته د درسونو د پیل په اړه اطمینان ورکړي.