کور / تازه خبرونه / لیکوال او څېړونکی ډاکټر راج ولي شاه خټک ومړ

لیکوال او څېړونکی ډاکټر راج ولي شاه خټک ومړ

.د پښتو ژبې د معاصر ادب وتلى ليکوال، شاعر او د پېښور د پښتو اکاډمۍ پخوانى مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک ومړ.راج ولي شاه خټک پر ۱۹۵۲م کال د خيبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د چراټ د سيمې په ډاک اسماعيل خېل نومي کلي کې زېږېدلی و .هغه خپلې زده کړې د پېښور په اسلاميه او ګورنمنټ کالج کې ترسره کړې او تر دې وروسته يې په پېښور پوهنتون کې لوړې زده کړې پيل کړې او د ماسټرۍ سند يې له همدغه پوهنتونه ترلاسه کړ.نوموړي همدا راز له همدې پوهنتونه د دوکتورا (پي. ايچ. ډي) سند هم ترلاسه کړى و او بيا يې تر دوکتورا وړاندې زده کړې (پوسټ ډاکټرېټ) د امريکا د فلاډلفيا ايالت په پېنسلوانيا پوهنتون کې بشپړې کړې وې.ډاکټر راج ولي شاه خټک په لومړي سر کې د دندې پيل د پېښور په ايډورډز کالج کې د ښوونګي په توګه وکړ چې بيا وروسته يې پر ۱۹۷۸م کال د پېښور پوهنتون له پښتو اکاډمۍ سره کار پيل کړ او پر ۱۹۹۵م کال د همدې اکاډمۍ رييس وټاکل شو چې تر ۲۰۰۴م کال پورې يې همدا دنده پرمخ وړله.تر دې وروسته نوموړى په ۲۰۰۸م کال کې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې وه ډاکټر راج ولي شاه خټک تېره ورځ ناوخته د خيبر پښتونخوا ايالت له سوات سيمې څخه پېښور ته پر لار و چې پر لاره د زړه حمله پرې راغلې او ساه يې ورکړې ده. ارواښاد خټک په پښتو ژبه کې ډېرې منظومې او منثورې لیکنې کړي دي. ډاکټر خټک و. په قوم اسماعیل خېل خټک، بیا لشکرخېل او په لشکرخېلو کې عباس خېل و.
د ارواښاد ځینې چاپ اثار
د پښتو ادبي تحريکونه
زيست روزګار
مناقب فقير
د پښتو نوې املا، ليکلار
پښتو ژبه
پښتونولي
د پښتنو کسبونه او هنرونه
د روهي متلونو انګليسي ژباړه
Walled City of Peshawar
توري چې رڼا کوي
د رحمان په شعر
سنګزار
An intangible heritage
د ارواښاد ناچاپ اثار:
خوشحال بابا
حمزه شينواري
غني خان
پښتني کلتور
د نوي دور استادان شاعران
د انګرېزي ليکنو ټولګه
اردو مضمونونه
د فکر لارې
انالله و انا الیه راجعون