کور / خبرتیا او پيغامونه / انالله و انااليه راجعون

انالله و انااليه راجعون

اللهم اغفرهم وارحمهم وادخلهم فی جنات النعیم وحشرهم مع النبیین والصدیقین و الشهدا والصالحین. کل نفس ذائقه الموت
دهغې دردناکې او غمجنې واقعې چې سخت يې دردولی اوغمجن کړی خپله غمرازي او خواخوږي شریکوم.
الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
زموږ دکلي مشر، دسره پوځ بروړاندې هغه مبارز چې د روسانو او دکمونستانو دنظام تر دړې وړې کولو پورې اوپه افغانستان کې د اسلامي نظام دټینګښت په موخه يې په مقدس جهاد کې په ډیر فعالانه ډول برخه اخیستې وه هغه څوک چې له جهاد وروسته يې د نوی نسل په روزنه او ښوونې کې د یو ريښتني دعوتګر په توګه د جهل دتیا رو په ضد خپل مقدس دعوت کاوه او د وردګو- سیداباد- دانصارالمومنین اود کوهګرد په عالي لیسه کې ددیني علومو استادؤ هغه تحویلدار صاحب ؤ ، سره له خپل وراره حیات الله چې ددعوت پوهنتون دفارمسۍ دپوهنځۍ محصل وواو دریم عین الله چې محمدصایب زوي وو هغه هم د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی ددوهم صنف محصل وو، تیره ورځ ناوخته په کلي کې د تحویلدار صاحب دغو د باغ په څاه کې ګاز نیولي او په حق رسیدلی .
له دې وجهې زموږکلي په لوی ویر اوغم کې پروت دی .
څښتن تعالی له دربار څخه درې واړو شهیدانوته جنت الفردوس غوښتنه کوم.
ای الله موږ دې ګناهګار بنده ګان یو ستا دآزمویشت او امتحان توان نه لرو ته پر موږ رحم وکړې ته زموږ ستونزې حوارې کړه زموږ ژوند وینې ته مو له غمونو لرې وساتې .
ستا د امر نا فرماني نه کوو غم اوښادي دواړه ستالورینه بولوو خو بیا لاسونه لپه کوو ستا درانه حضور ته چې په موږ خپل درحمت دروازې خلاصې کړه اوله ابتلاګانو نجات راکړه یا الله یا الله یا الله یا غغار غفارغفاریا الله ته مو شهیدانوته فردوس جنت ورنصیب کړه د حقې لارې شهیدان دي یا الله ته يې په ريښینو شهیدانو کې راته حساب کړه یا الله ددوی په برکت په افغانستان کې سوله او اسلامي حکومت قایم وګرځوه یا الله دیهودو او پرديو له سلطې مو خلاص کړه یا الله امن خپلواکي او ازادي را ته نصیب وګرځوي.
په آخر کې یو ځل بیا تحویلدار صاحب، حیا ت الله او عین الله هاشمي ته جنتونه نصیب کړې .
له دعاو يې مه هیروئ
اللهم اغفرهم وارحمهم وادخلهم فی جنات النعیم وحشرهم مع النبیین والصدیقین و الشهدا والصالحین.
کل نفس ذائقه الموت.