کور / سياسي / په شمال کي نوې او حيرانوونکې لوبه

په شمال کي نوې او حيرانوونکې لوبه

افغانان چې دڅولسيزوجنګ،جګړو اوبربادۍ څخه ستړي سوي او په دې اخترکې يې دلومړي ځل لپاره داسي څه واوريدل اوپه لراوبرکې دهرافغان پروچي سو شونډو موسکا ښکاريدل اوخپلو دواړو مشرانو اميرالمومنين ملامحمدعمرمجاهد اوډاکټرمحمداشرف غني ته په لپو،لپو دعاوي کولي چي نوربه په ګران هيواد کې سوله راولي خو په شمال کې بيايوه بله لوبه پېلدونکې ښکاري اوخداي نخواصته چي دا ارمان مو له خاورو سره خاوري نه کړي

دا څو ورځي پر له پسي د رسنيو له لاري ، دا اورو چي د جميعت په استازيتوب د عطامحمد نور د حزب وحدت په استازي توب محقق او جنبش په استازيتوب جنرال دوستم په شمال کي د طالب او داعش د له منځه وړلو لپاره اتفاق کړی او داسي آوازي د رسنيو له خولي څخه اورو چي هر يو خپلو پلويانو او يا قومانو ته اسلحي ورکوي او د محقق په خبره ، چي موږ د ځانه دفاع کوو .

مګر د دري نيم لکه (۳۵۰۰۰۰) ملي ځواک په شتون کي دهر هيواد وال سره دا انديښنه ده ، چي دې شصي مليشو ته څه اړتيا سته ، چي دغه ښاغلي يي جوړوي يا يي جوړي کړي . زيات هيواد وال په دي فکر کي دي ، چي خداۍ ناخواسته د ۱۹۹۰ مي لسيزي يا د شهيد ډاکټر نجيب الله د حکومت د شخصي او قومي مليشو لوبي بيا تکرار نسي . او د ځينو خلګو سره بيا دا انديښنه هم پيدا سوي چي ، په شمال کي مختلف قومونه ، چي اکثريت يي تاجک ، ازبک ، پښتون ، هزاره ، عرب او داسي نور قومونه شتون لري . کله چي تاجک ، هزاره او ازبک اعتلاف کوي ، نو دلته چي پښتون هر وخت کي او په افغانستان کي دهر تحول ښکار سوی ، نو يو ځل بيا په شمال کي د پښتنو د طالب او داعش په نامه د ځپلو لوبه تکرار نسي . دا هغه سوالونه وه ، چي د هر وطن پال افغان سره سته .

زه د قومي ، ژبني او سمتي ډلو ټپلو ډير سخت مخالف يم ، چي دا څو لسيزود رقيبو هيوادو په همدغو نومونو موږ سره وجنګولو او ګران افغانستان يي راباندي دړي وړي کړ. خو زما په شخصې نظر هغو ازادو او ملي رسنيو او ملي حکومت ته په کار ده ، چي ددي پلټنه وکړي ، چي آيا په شمال کي داعش او طالبان سته ؟ آيا داجنګ يوازي طالبان او داعش پر مخ وړي ؟ او ددي جګړي امکانات او وسايل له کومه کيږي ؟ آيا ددي جګړي وشاته خو به کوم پټ راز موجود نه وي ؟ آيا دځينوسيمه ييزو او نړيوالو څارګرو ادارو نوي لوبه خو به پر پيليدونه وي ؟ د کندوزاوفارياب جګړي نه مخکي په جنوري او فبروري مياشتو کي پر کورنيو او بهرنيو رسنيو د سرپل د ولايت سياسي اوامنتي اوضاع ډيره خطرناکه ښودل کيدل او هره ورځ همدا خبرونه ورکول کيدل چي سرپل داعش لاندي کړی يا طالبانو ونيوی . چي ددغه سياسي اوامنتي اوضاع او د رسنيو د خبرونو د ارزوني په خاطر د کابل څخه د ډاکتر زلمي زابلي په مشرۍ ، يوهيئت د سرپل ولايت ته په څو ورځني سفر راغی ، چي ورسره دسرپل د ولايت د پارلمان وکيلان چي دجنبش د ګوند استازی او د پارلمان وکيل انور سعادت ، د جميعت د ګوند استازی حاجي خير محمد او د حذب وحدت د ګوند استازي او د سرپل د ولايت سناتور او د سرپل د ولايت د ټولو قومونو او حذبونو استازو اود سرپل د ولايت والي ،قومندان امنيه او نور امنيتي مشرانو ګډون درلود . خو ددغو يادو حذبونو ترمنځ اړيکي دومره خرابي وې ، چي د سرپل ولايت کې د راغلي هيئت سره کتل يې پر دوو برخو وويشل سوه او آن په ولايت کي يې يو پر بل باندي د مرده اباد ناري يي پيل کړې . دغه هيئت ته په شکايت چي زموږ ځمکه د همدغو ټوپک سالارانو له خوا قبضه سوي ده ، زه همدې غونډې ته ورغلی وم . په لومړې ځل د جمبش د ګوند له خوا خپل شکايتونه د سرپل د سياسي او امنيتي اوضاع په خاطرويادهيت ته وړاندي سوه او پړه يې ټوله پر حذب وحدت او جميعت وروغورځوله ، چي نه په سرپل ، جوزجان ، فارياب ، کندوز ولايتو کي طالبان او يا داعش شتون لري ، که يي لري هغه هم په ډيره محدوده توګه او دا خبره يي راسماَ عطامحمد نور او محقق ته متوجه کول ، چي دوی په شمال کي او خصوصا په دغو ولايتونو کي نا ارامي جوړوي او د دغه ملي حکومت د ناکامه کولو هلي ځلي کوي اوغواړي چي د داعش او طالبانود ځپلو په نامه خپل ځانونه مسلحه او خپلي پخوانۍ مليشي فعاله کړي . خو کله چي بيا د حزب وحدت او جميعت له خوا د راغلي هيئت سره غونډه شروع سوه او جمبش د ګوند استازۍ او د پارلمان وکيل انور سعادت په شتون کي د جميعت د ګوند او پارلمان وکيل حاجي خير محمد او د حزب وحدت د ګوند استازي او سناتور رسماَ د شمال او خصوصاَ د سرپل ، جوزجان ، فارياب او کندوز ولايتونو په نا ارامه کولو کي جمبش ګوند ککړ وبلی ، چي د جنبش ګوند په لوی لاس غواړي چي شمالي ولايتونه نا ارامه کړي او خپل هغه پخوانۍ مليشي د اربکيانو په نوم مسلحه کړي . خو اوس د دوی د دغه اتفاق ، چي د داعش او طالبانو د ځپلو په اړوند يي کړی ، او ددغي غونډي چي زه يي د يو شاهد په توګه حال بيانوم حتما به راغلی هيئت و ولسمشر او امينيتي اورګانو ته بيان کړی وي . زه اوس حيران پاتي يم ، چي په دا دومره دښمنۍ کي چي يو د بل پر ضد يي د رسنيو په مخکي بيانوله ، نن څنګه سره دوستان سوه او دا اتفاق يي چا او د کوم طالب او داعش لپاره وکړ؟

جګړه خو د دوی خپلو په وينا د يادو ډلو ټپلو له خوا په شمال کي دولايتونو پر واليانو د امنيه قومندانانو او د ملي امنيت پر رئيسانو شروع وو ، چي هري ډلي ټپلي دا غوښتنه کوله ، چي بايد زموږ کسان پر يادو پوسټونو يا دندونوي وګومارل سي نو اوضاع به سمه سي . ودي ټولو ستونزواو دسولي د نويو هلو ځلو او راتلونکي ناستي او د افغانستان د ارزي تماميت ته په کتو ملي حکومت يي بايد ددي ژوره پلټنه او مخنيوی وکړې