کور / تازه خبرونه / په پنجاب کې د ‘لشکر جهنګوي’ بنسټګر وژل شوی

په پنجاب کې د ‘لشکر جهنګوي’ بنسټګر وژل شوی

اسلام اباد دبي بي سي د خپرله مخې پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په مظفر ګړ سیمه کې د پولیسو د عملیاتو پرمهال د ‘لشکر جهنګوي’ ډلې پخوانی مشر ملک اسحاق له نورو ۱۴ کسانو سره ووژل شود پاکستاني ملي تلوېزیون (پي ټي وي) د پولیسو چارواکو په وینا ویلي، دغه عملیات د ملتان د سخت درېځۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا ترسره شوي دي.په دغه پېښه کې د ملک اسحاق د دوو زامنو د وژل کېدو خبر هم ورکړی شوی دی.د پولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو مړي یې ډي ایچ کیو روغتون ته لېږدولي دي.پولیس زیاتوي، په دغه نښته کې ۳ پولیس هم ټپیان شوي دي.پر ملک اسحاق د شیعه ګانو او نورو کسانو د وژلو ډېر تورونه وو، چې څه کم ۱۵ کال یې په زندان کې تېر کړي وو.دغه پېښه کې د ملک اسحاق د دوو زامنو د وژل کېدو خبر هم ورکړی شوی لومړی نوموړی د ممنوع ګرځول شوې ‘صحابه لشکر’ ډلې غړی و، خو وروسته د اختلافونو او د خپلې سخت دريځې پالیسۍ له کبله یوه بله ډله د ‘تنظیم لشکر جهنګوي’ په نامه جوړه کړه خو دغه ډله هم ممنوع وګرځول شوه.په ۲۰۱۲ کال کې د ‘سپاه صحابه’ ډلې ترمنځ د مشرۍ پر سر اختلافونه ختم شول او د دغې ډلې اوسنی مشر احمد لدهیانوي او ملک اسحاق تر منځ سوله وشوه چې وروسته یې نوموړی مرستیال وټاکه.په ۲۰۱۱ کال پاکستان کې پر ‘لشکر جهنګوي’ بندیز ولګول شو، خو په ۲۰۰۳ کال د امریکا له خوا یوه ترهګره ډله وبلله شوه. دغه ډله پاکستان کې د زرګونو شیعه ګانو په وژلو تورنه ده.