کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د سولي مذاکرات د ملا محمدعمر د مړیني په خاطر د افغان حکومت په غوښتنه وځنډېدل

تازه خبر: د سولي مذاکرات د ملا محمدعمر د مړیني په خاطر د افغان حکومت په غوښتنه وځنډېدل

د پاکستان د خارجه چارو وزارت خبر ورکړي چي په اسلام آباد کي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سبانۍ خبري تر یوه نامعلوم وخت پوري ځنډول سوي دي.
ویل کېږي چي دغه خبري د افغانستان د حکومت له خوا په دې شرط ځنډول سوي، چي طالبان باید د خپلي رهبرۍ په هکله پرېکړه وکړي.
رویټرز خبري آژانس بیا وايي دغه خبري د طالبانو په غوښتنه د دوی د مشر ملا محمدعمر د مړیني به خاطر ځنډول سوي دي.
تمه وه چي د افغانستان د حکومت استازي او د طالبانو د ډلي غړي به سبا د جولای پر ۳۱ مه په پاکستان کي دوهم وار مخامخ خبري وکړي. د لومړي پړاو خبري د جولای پر اوومه د اسلام آباد په مري سیمه کي سوي وې.
بلي خوا ته پاکستاني رسنیو خبرونه خپاره کړي چي د طالبانو د کوټي شورا په یوه عاجله غونډه کي ملا اخترمحمد منصور د طالبانو د مشر په توګه، سراج الدین حقاني او ملا محمدیعقوب (د ملا محمدعمر زوی) ئې د مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.