کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې پوليسو د افغان مهاجرينو کورونه ويجاړکړل

په اسلام اباد کې پوليسو د افغان مهاجرينو کورونه ويجاړکړل

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو د افغان مهاجرینو کورونه چې له ټول ساز و سامانه ډک وو ړنګ کړل.که څه هم افغان مهاجرینو د دوی د کورنو د ړنګولو خلاف کلک غبرګون وښود خو پولیسو پر دې سربېره ډيری شمېر کورونه د بلډوزر پر مټ وران کړل.پاکستاني تلویزون ډان نیوز په خپل یوه راپور کې وايي چې د افغان مهاجرینو ددغه خټين کورونو د ورانولو لپاره د اسلام اباد ښاروالۍ عملیات پیل کړي دي.راپور زیاتوي چې د کورنو د ړنګولو پر مهال ډيری پولیسو سیمه کلابنده کړه او هغه مهال چې د ښاروالۍ بلډوزرو د افغان مهاجرینو د کورونو په ړنګولو پیل وکړ نو د ځايي خلکو د سخت غبرګون سره مخ شول.د کورونو د ویجاړولو پر مهال ښځې بامونو ته پورته شوې، پولیسو مخې ته یې قران ونیو چې کور یې ړنګ نه کړي خو پولیسو سربېره پر دې د دوی کورونه ړنګ کړل.ډان نیوز راپور له مخې پولیسو هغه ښځه نیولې چې د قران په پار يې له دوی څخه غوښتل چې کور یې ړنګ نه کړي.پاکستاني چارواکي وايي چې دغو مهاجرینو ته یې دوه ځل خبرداری ورکړی و څو دغه سیمه پریږدي. دوی وايي چې د اسلام اباد استیناف محکمې ورته حکم کړی څو «غیرقانوني» ودانۍ ړنګې کړي.په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د پولیسو لخوا بد چلند زښت زیات شوی دی. د سیمې اوسیدونکي وايي چې پولیس یې د قانوني کارتونو سربېره نیسي او بډې ترې اخلي.د افغان مهاجرینو د کورونو د ړنګولو په اړه تر دې مهاله په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو چارو وزارت غبرګون نه دی ښودلی.