کور / تازه خبرونه / طالبان خپل منځي اختلاف پرمولاناسميع الحق هواروي

طالبان خپل منځي اختلاف پرمولاناسميع الحق هواروي

پېښور: دامريکاغږډيوې راډيو په خپلې ويب پاڼې خبرورکړى دى چې طالبانو نوي مشراختر محمد منصورپاکستان دجمعيت علمااسلام (س) څانگې مشرته ٤٧کسيزه پلاوې ورليږلى دى چې په کې حافظ محب الله ، مولوي کبيراحمد او نورمشران شامل دي اختر محمد منصور په يوځانگړي پيغام کې له مولاناسميع الحق څخه له مروروطالبانوسره دروغې کولو غوښتنه کړې ده له بله خوا د نوي طالب مشر ملا منصور مروروغړيو ملا جلیل، ملاحسن رحماني، ملا غلام رسول اؤ ځينو نوروطالبانو هم له مولانا سميع الحق سره کتلي دي اوهغه يې له خپلو انديښنو څخه خبر کړی دی دمولاناسميع الحق ځوى حامدالحق ددې خبرو تاييد کړى دى هغه ويلي داخبرې په لومړي پړاوو کې دي له دې وروسته به مولانا سميع الحق د طالبانوله بيلابيلو مشرانو سره اړيکي ونیسي اؤ هغو به دې ته راوبولي چې خپل اختلافات له منځه يوسي .حامد الحق زياتوي چې کله د مرورو طالبانو تر مینځ د خبرو پروسه یو باوري پړاو ته ننوځي نو بیا به مولانا سمیع الحق د ټولو طالبانو څخه د واک په ترلاسه کولو منصفانه پريکړه کوي