کور / تازه خبرونه / زابل: د يوې څرخۍ الوتکي په رالوېدو کي ۱۷ عسکر وژل سوي

زابل: د يوې څرخۍ الوتکي په رالوېدو کي ۱۷ عسکر وژل سوي

د زابل ولایت په یوه لیري پرته سیمه کې یوه څرخۍ الوتکه را لوېدلې ده. د چارواکو په خبره په دغه پيښه کې د الوتکي د املې په گډون نزدې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د زابل ولایت د امنیې قوماندان میرویس نورزي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه پوري د دغې پوځي څرخۍ الوتکي د رالوېدو علت معلوم نه دی، خو څیړني رواني دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي دي چې کیدای شي د تخنیکي ستونزې له امله دغه الوتکه رالوېدلې وي. د زابل ولایت د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې دغه الوتکه د تخنیکي ستونزې له کبله د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې رالوېدلې ده.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د دغې څرخۍ الوتکي د رالوېدو په پایله کې د هغې پنځه تنه پرسونل او ۱۲ تنه عسکر وژل شوې دي.

د شینکي ولسوال محمد قاسم خان هم د تلفاتو شمیر تائید کړی دی. په عین وخت کې پوځي چارواکو د پيښې د څیړنې په موخه یو استازی هم سمي ته استولې دی.