کور / تازه خبرونه / د پاکستاني پوځیانو چورلکه نسکوره شوې

د پاکستاني پوځیانو چورلکه نسکوره شوې

اسلام اباد دبي بي سي د خبرله مخې خيبر پښتونخوا په مانسهره سيمه کې د پاکستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې.د دغې پېښې د لټون لپاره د عملیاتو په پایله کې د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي.د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره ای ایس پي ار وايي، د پېښې په اړه د لټون او مرستې رسولو عملیات یې بشپړ کړي دي.دغې ادارې په خپل لنډ پیغام کې ويلي، چې په چورلکه کې د پوځ روغتياپالانو ډلې او د چورلکې کارکوونکو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.دغه پوځي چورلکه تېره ورځ د مانسهرې په سيمه کې د خرابې هوا له کبله نسکوره شوه دغه چورلګه له راولپنډۍ نه ګلګت ته روانه وه او په ظاهر د پېښې لامل خرابه هوا ښودل شوې